سيګار: نه‌شو تضمينولی چې د امريکا مرستې دې د طالبانو لاس ته نه لويږي

انځور - ارشيف

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ادارې یا سیګار مشر وایي، دی دا نه‌شي تضمینولای چې په اوس وخت کې له افغانستان سره د امریکا مرستې به د طالبانو لاس ته نه لویږي.

جان سوپکو چې پرون چهارشنبې یې د امریکا د استازیو جرګې د څارنې کمېټې په یوه استماعیه غونډه کې څرګندونې کولې وویل، له دې سره موږ ټول موافق یو چې افغانستان له یوه سخت بشري او اقتصادي وضعیت سره مخامخ دی او دا ډېره مهمه ده چې زموږ مرستې د طالبانو لاس ته ونه لویږي، خو دی دې کمېټې او امریکایي مالیه ورکوونکو ته دا ډاډ نه‌شي ورکولای چې له دغو مرستو به طالبان نه تمویلیږي.

جان سوپکو همدارنګه وویل، دی د دې ضمانت هم نه‌شي کولای چې هغه پیسې چې امریکا یې بې‌وزلو افغانانو ته استوي، د طالبانو له له‌خوا نه منحرفې کېږي.

د سیګار مشر دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې، د ۲۰۲۳ کال د لوړ خطر فهرست په نوي خپاره کړي راپور کې یې ویلي، د شاوخوا ۱۷۵ زره د ویزو د متقاضیانو او پناه غوښتونکو دوسیو ته د رسېدو لپاره کافي پرسونل نه‌شته.

د یوه اټکل له مخې که چارې په اوسنۍ بڼه مخ ته لاړې شي، ښایي ۳۱ کاله وخت ونیسي چې د ټولو دغو پناه غوښتونکو د لېږد او ځای پر ځای کېدو چارې بشپړې شي.

د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې متحده ایالات له افغانستان سره د بشري مرستو ستر تمویلوونکی ګڼل کېږي چې د مرستو اندازه یې څه باندې یو ميلیارډ ډالرو ته رسیږي.