قطر د افغانستان پوهنې برخې سره د نږدې شپېتو ټنو موادو مرسته وکړه

ارشیف

قطر د افغانستان له معارف سره د نږدې شپېته ټنو موادو مرسته وکړه.

په هغه بیان کې چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت پرون خپور کړ، په کې راغلي چې دا مرستې د قطر د خیریه بنسټ او د قطر د سرې میاشتې د ټولنې دي چې د هوا له لارې به واستول شي.

ملګري ملتونه وایي چې په افغانستان کې د دوی له اټکل سره سم درې میلیونه او اووه لکه ماشومانو له زده کړو بې برخې دي چې شپېته فیصده یې نجونې دي.

قطر په داسې وخت کې د پوهنې په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي چې له شپږم ټولګي ور پورته د نجونو ښوونځي بند دي او پوهنتونونو ته هم د نجونو پر تګ تر ثاني امر پورې بندیز لګېدلی دی.