ملګروملتونو د بې‌ځايه شويو د لاسنيوي په موخه یو تړون لاسليک کړی

ارشيف

د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره یا (UNDP) وايي، د کارګرانو له نړیوال سازمان سره یې د افغان بې‌ځایه شویو او راستنېدونکو د لاس‌نیوي لپاره تړون لاس‌لیک کړ.

دغې ادارې پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، د دې تړون له مخې به داخلي بې‌ځایه شویو، راستنېدونکو او کوربه ټولنو ته د عزتمن کار زمینه برابره شي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي، له دې پروګرام به مېرمنې هم برخمنې شي، چې په ځینو برخو کې به روزنه هم ورکول کېږي.

په دې باب نور تفصیل نه‌دی ورکړل شوی، خو ملګرو ملتونو ویلي په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو له کبله بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر زیات شوی دی.