د جي۷ ډله: طالبان دې د ښځو پر کار بندیز پای ته ورسوي

د اوو لویو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران

د اوو لویو صنعتي هېوادونو ډلې یا جي اوه د طالبانو د حکومت له خوا د ملګروملتونو او نورو نادولتي موسسو په دفترونو کې د ښځو پر کار د بندیز د سمدستي لیرې کېدو غوښتنه کړې.

د جي اوه د بهرنیو چارو وزیرانو نن په جاپان کې د خپلې دوه ورځنۍ غونډې په پای کې په یوه ګډ بیان کې ویلي چې دوی په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز په ګډون د ټولو افغانانو پر بشري او اساسي حقونو د بندیزونو د لیرې کېدو غوښتنه کوي.

جي اوه همداراز د ښځو او نجونو پر بشري حقونو د تېري او له مذهبي او قومي لږکیو سره د تبعیضي چلند له کبله پر طالبانو انتقاد کړی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد فرانسپرس خبري آژانس ته په یو بیان کې د جي اوه ډلې غوښتنه رد کړې ده او ویلي یې دي چې نور هېوادونو دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.