ملګري ملتونه: د ۳۰ سلنه مرستو په کمېدو ښايي د افغانستان اقتصاد سقوط وکړي

ارشیف: په افغانستان کې د ډبلیو ایف پي له لوري اړمنو سره د مرستې رسونې له بهیره یو انځور

ملګري ملتونه اټکل کوي چې که له افغانستان سره په نړیوالو مرستو کې ۳۰ سلنه کموالی راشي نو ښايي د دې هېواد اقتصاد سقوط وکړي.

د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې په یوه تازه څېړنه کې چې نن خپره شوه ویلي چې که داسې وشي نو په افغانستان کې به انفلاسیون لوړ شي او د افغانۍ ارزښت به راولوېږي.

د بېلابېلو هېوادونو چارواکو خبرداری ورکړی چې ښايي د نړیوالو کړکېچونو او په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د طالبانو د بندیز له وجې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو کچه راکمه شي.

د ملګروملتونو پراختیايي ادارې اټکل کړی چې که په دې مرستو کې ۳۰ سلنه کموالی راشي نو د افغانستان اقتصاد به ۰،۴ سلنه سقوط وکړي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د ملګرو ملتونو د تازه ارزونې په اړه څه نه دي ویلي.