هایاشي: د جي۷ ډلې تر منځ د یووالي اوسنۍ کچه له دې مخکې نه ده لیدل شوې

د نړۍ د اوو لویو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران

د نړۍ د اوو لویو صنعتي هېوادونو ډله یا جي اوه وايي چې دوی اوس تر پخوا په خپلو کې ډېر یووالی لري.

د کوربه جاپان د بهرنیو چارو وزیر یوشي ماسا هایاشي نن په تفریحي ښار کاروی ایزاوا کې د جي اوه له غونډې وروسته یوې خبري غونډې ته وویل چې د دې ډلې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو تر منځ د یووالي اوسنۍ کچه له دې مخکې کله هم نه ده لیدل شوې.

دا په داسې حال کې ده چې جي اوه ډلې پر ټایوان د چین د فشار له زیاتېدو او په بېلاروس کې د روسیې له خوا د اټومي وسلو له ځای پرځای کولو سره مخالفت کړی.