په سوډان کې د نښتو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر نږدې دوو سوو ته رسېدلی

سوډان کې د روانې جګړې یو انځور

د لوېدیځو رسنیو د راپورونو له مخې په سوډان کې د نښتو په نتیجه کې د وژل شویو کسانو شمېر نږدې دوه سوو ته رسېدلی دی.

رویټرز خبري آژانس د وژل شویو شمېر ۱۸۵ او د ټپیانو ۱۸۰۰ تنه یاد کړی دی.

پرون دوشنبې د سوډان په پلازمېنه خرطوم او یو شمېر نورو ښارونو کې نښتې روانې وې.

د خرطوم په مختلفو سیمو کې د چاودنو، ډزو او هوایي بریدونو غږونه اورېدل شوي.

د سوډان پوځ په دې نښتو کې له هوایي ځواکونو هم کار اخیستی.

په سوډان کې دغه تاوتریخوالی له شنبې راهیسې د پوځ د مشر عبدالفتاح البرهان او د هغه د مرستیال محمد حمدان دقلو ترمنځ چې د ملېشه وو قوماندان دی، پيل شوی دی.