د روسیې د بهرنیو چارو وزیر برازیل ته رسېدلی

د عکس ښي لور ته د برازیل د بهرنیو چارو وزیر ماورو ویرا او چپ لور ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف د روغبړ پر مهال

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف نن برازیل ته ورسېد.

تمه ده چې لاوروف به له خپل برازیلي سیال ماورو ویرا سره خبرې وکړي.

لاوروف داسې مهال برازیل ته سفر کوي چې د دې هېواد ولسمشر لوییز ایناسیو لولا دې سیلوا په اوکراین کې د سولې لپاره د منځګړتوب هڅه کوي.

لولا د برازیل او چین په ګډون د څو هېوادونو د یوه کلب د جوړېدو غوښتنه کړې څو د اوکراین او روسیې ترمنځ په سوله کې منځګړتوب وکړي.

هغه د اونۍ کې په پیل کې له متحدوایالتونو وغوښتل چې د جګړې پارونو ته د پای ټکی کېږدي او د سولې په اړه بحث وکړي.