امريکا په سوريه کې د داعش ډلې د يو جګپوړي غړي د احتمالي وژنې خبر ورکړی

انځور - ارشيف

د امریکا د مرکزي قواو قومنداني سینټکام وایي، ځواکونو یې نن سهار وختي د اسلامي دولت ډلې یا داعش یو جګپوړی مشر چې په منځني ختیځ او اروپا کې د تروریستي بریدونو په پلانولو کې یې لاس درلود، په نښه کړی او په غالب ګومان وژلی يې دی.

يادې قومندانۍ وویل، پر دغه مشر حمله د سوریې په شمال کې د یوې هلیکوپټر په وسیله شوې چې ګومان کېږي هغه په‌کې وژل شوی دی.

د امریکا پوځ د داعش د دغه مشر نوم نه‌دی ښودلی، خو ویلي یې دي چې دوه تنه نور وسله‌وال هم په دې برید کې وژل شوي دي.

د امریکا پوځ ویلي، امریکایي سرتېرو او ملکیانو ته په دغه برید کې زیان نه‌دی رسېدلی.

د راپورونو له مخې سره له دې چې، د اسلامي دولت ډله په سیمه کې ځپل شوې خو سوریه تر اوسه د دغې ډلې د فعالیتونو یو قوي مرکز ګڼل کېږي.