د پنجشېر محلي سندرغاړی موسی شاهين د طالبانو له بنده خوشې شوی

محلي سندرغاړی موسی شاهين

د راپورونو له مخې د پنجشېر محلي سندرغاړی موسی شاهین د طالبانو له بنده خوشې شوی دی.

د هغې نږدې خپلوانو د امریکا غږ اشنا راډیو ته تایید کړې چې، شاهین له شاوخوا درې میاشتو بند تېرولو وروسته پرون طالبانو خوشې کړی او هغه بېرته له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوی دی.

طالب چارواکو تر اوسه نه‌دي ویلي چې، نوموړی یې د څه په خاطر نیولی و.

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتيوت رئیس احمد سرمست په خپله فېسبوک پاڼه له ټولو هغو کسانو مننه کړې چې، د موسی شاهین د خوشې کېدو لپاره یې غږ اوچت کړی و.

د یادونې ده چې د مدني فعال او د قلم لار ټولنې د مشر مطیع‌الله ویسا په ګډون تر اوسه یو شمېر مدني او د بشري حقونو فعالان له طالبانو سره بندیان دي.