بادغيس کې د قران‌کريم د يوې نسخې سوځولو په تور د يو کس وژل کېدو په اړه ضد و نقيض څرګندونې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بادغيس ولايت موقعيت

په بادغیس کې د قران‌کریم د یوې نسخې د سوځولو په تور د یوه کس د وژل کېدو په اړه ضد و نقیضې څرګندونې کېږي.

په بادغیس کې د طالبانو امنیې قومندانۍ پرون یکشنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل، دا پېښه د دې ولایت د قادس ولسوالۍ د اربابانو په کلي کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو تن چې قران‌کریم یې قصداً سوځولی و او له سیمې یې د تښتېدو هڅه کوله، د یوه نامعلوم کس له‌خوا د وسلې پر مټ ویشتل شوی او وژل شوی دی.

خو ځینو محلي سرچینو ازادي راډیوته وویل، دغه کس چې رواني حالت یې هم سم نه و، د تناره تر څنګ له خپلې ښځې سره چې له روژه ماتي مخکې یې قران لوست، دعوا کوي چې په نتیجه کې یې قران تناره ته لویږي او سوځي.

د دغو سرچینو په خبره د سیمې ملا چې له دغې پېښې خبریږي، طالبانو ته خبر ورکوي، هغوی راځي او دغه کس له ځان سره بیایي.

سرچينې زياتوي، طالبان دغه کس وژني او مړی یې کورنۍ ته ورکوي.

دا ګرانه ده چې دغه ادعاوې په خپلواکه توګه تایید شي، ځکه پر رسنیو د فشارونو له امله ازاد خبریالان د کره معلوماتو په ترلاسه کولو کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

له دې مخکې هم دا ډول پېښې په افغانستان کې تکرار شوي چې یوه زړه بوګنوونکې پېښه یې اته کاله وړاندې، د ٢٧ کلنې فرخندې وژل کېدل و.

نوموړې چې ویل کېدل رواني حالت یې سم نه و، د کابل د شاه دو شمشېره په زیارت کې د قهرجنو نارینه‌و له‌خوا د قران‌کریم د نسخې د سوځولو په تور په وهلو ټکولو ووژل شوه.