په ارزګان کې یوې څاه ته د لوېدو له کبله یو ماشوم مړ شوی

ارشیف

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې نن سهار یوې څاه ته د لوېدو له کبله د یوه ماشوم د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

د ارزګان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس قاري اغا ولي قریشي نن ازادي راډیو ته وویل، دغه ماشوم تر دوه ساعته هڅو وروسته وژغورل شو، خو روغتون ته پر لار یې ساه ورکړه.

دغه پېښه د ترینکوټ په چرمګر دښت سیمه کې شوې ده.

ځايي اوسېدونکي وايي چې د اوبو د کمښت له کبله د ژورو څاه ګانو شمېر زیات شوی او له دې سره دا ډول پېښې هم زیاتې شوې دي.