سوډان کې جګړه؛ نښتو کې۵۶ کسان وژل شوي او ۶۰۰ ټپیان دي

د سوډان پلازمېنه خرطوم کې د روانې جګړې یو انځور

د سوډان په پلازمېنه کې نن سهار هم جګړه روانه وه.

پرون هم د ملېشه ځواکونو او عادي پوځ تر منځ په وژونکو شخړو کې لږ تر لږه ۵۶ کسان وژل شوي او نږدې ۶۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې عیني شاهدانو ویلي، وروسته له هغې چې ملېشه ځواکونو وویل چې دوی د ولسمشرۍ ماڼۍ، د خرطوم هوايي ډګر او نور مهم بنسټونه ونیول، د خرطوم پر لارو سړکونو د چاودنو او ډزو غږونه اورېدل کېدل.

د سوډان پوځ دغه ادعاګانې رد کړي او پرون ناوخته د سوډان هوايي ځواک له خلکو وغوښتل چې په کورونو کې دننه پاتې شي، ځکه دوی د ملېشه ځواکونو چې د چټک ملاتړ په ځواکونو مشهور دي، پر پوځي اډو هوايي حملې کوي.

په سوډان کې دغه تاوتریخوالی څو اوونۍ وروسته له هغې سخت شو، چې د پوځ مشر عبدالفتاح البرهان او د هغه د مرستیال محمد حمدان دقلو ترمنځ چې د ملېشه وو قوماندان دی، کړکېچ اوج ته ورسېد.

لانجه پر دې راولاړه شوه چې هڅه وشوه، د چټک ملاتړ ځواکونه د منظم پوځ په تشکیلاتو کې مدغم شي، خو دقلو یې مخالفت وکړ.