د کابل ځینې اوسېدونکي په ښار کې دننه د خپلسرو هدیرو له جوړولو شکایت کوي

ارشیف: په کابل کې یوه هدیره

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي په ښار کې دننه د خپلسرو هدیرو له جوړولو شکایت لري وايي، ډېری هدیرې استوګنیزو سیمو ته څېرمه جوړې شوي.

د کابل ولایت اوسېدونکی مجیب الرحمان حمیدي وايي، ډېری داسې ځایونه چې هلته باید د ماشومانو د لوبو ځایونه یا پارکونه وای، خو برعکس په خپلسرو هدیرو بدل شوي دي.

نوموړی وایي، که څه هم د وېرې کومه خبره به نه وي، خو بیا هم د چا چې دې هدیرو ته نږدې کورونه دي، ماشومان یې وېرېږي او یوازې له کوره نه وځي.

ده ازادي راډيو ته په خبرو کې وویل: "مسوول چارواکي باید دې ټکي ته ډېره پاملرنه وکړي چې هدیره د کورونو منځ کې نه وي. د چا چې د هدیرې څنګ کې کور وي وېرېږي وایي، کور مو د هدیرې څنګ کې دی، له هدیرې څخه لېرې ځي. چارواکي باید هدیرو ته سم او لرې ځای وټاکي، داسې ځای چې راتلونکې کې د استفادې وړ ونه وسي."

د کابل کارتې سخي کې د هديرې يوه څنډه

محمد اسماعیل د کابل ښار بل اوسېدونکی دی.

نوموړی وايي، کور یې په قلعه زمان خان کې و، خو دا چې هدیره ورته نېږدې وه او ماشومان یې وېرېدل نو کارتې نو ته کډه شو.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "چېرې چې خلک خالي ځای وویني، یو ماشوم پیدا شي او مړ وي همغلته یې خښوي او له هغه ځای کرار کرار هدیره جوړه کړي. هر چېرې باید مړي خښ نه شي، د سیمې، کورونو او کلي څخه باید لېرې ځای ووسي، نه به ماشومانو سره وېره وي نه به هم زما په څېر کس له یو ځای څخه بل ځای ته کډه کوي، فقط د همدې په خاطر چې د کور تر څنګ یې هدیره وي."

د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې کابل ښاروالۍ هم دا خبره مني، خو وايي نور به چاته اجازه ورنه کړل شي چې په ښار کې دننه هدیرې جوړې او خپل مړي په کې خښ کړي.

د دغه ښاروالۍ ویاند ویاند نعمت الله بارکزي ازادي راډيو ته په خبرو کې وویل: "په تېرو شلو کلونو کې کابل ښار غیر پلاني رشد کړی، هدیره او اکثریت نور ښاري موارد په پام کې نه دي نیول شوي، خو د کابل ښاروالي له خوا شاوخوا ۴۰۰ جریب ځمکه په موسهي سیمه کې پلاني هدیره پام کې نیول شوې ده."

نوموړی وايي، نور به چاته اجازه ورنه کړل شي چې په ښار کې دننه جوړو شویو هدیرو کې خپل مړي خښ کړي.

نعمت الله بارکزی دا هم وايي چې د ډېرو پخوانیو هدیرو په اړه هم دوی غور کوي چې ورسته به پرېکړه له خلکو او رسنیو سره شریه کړي.

خو خلک په انتقاد سره وايي چې په موسهي سیمې کې پلاني هدیره د کابل ښاروالۍ د څو کاله مخکې خبر ده چې لا یې هم د عمل بڼه نه ده خپله کړې.

د یادونې ده چې د طبعي مرګ تر څنګ، په افغانستان کې لسیزې جګړو او د میلیونونو کسانو وژل کېدو د پلازمېنې کابل په ګډون د دغه هېواد د اکثره ولایتونو پراخې ځمکې په هدیرو بدلې کړي چې کره اندازه یې نه ده معلومه.