د سوډان یوې لویې ملېشې د ولسمشرۍ ماڼۍ او نورو دولتي ودانیو د نیولو ادعا کړې

د سوډان پوځ ویلي چې د کودتا د شنډولو لپاره جګړې ته دوام ورکوي او د دې ملېشه ډلې ځینې مرکزونه یې نیولي دي.

په سوډان کې د کودتا د احتمالي هڅې په ترڅ کې د دې هېواد لویې ملېشه ډلې ادعا کړې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ او نورې دولتي ودانۍ یې نیولې دي.

په عین حال کې د سوډان پوځ ویلي چې د کودتا د شنډولو لپاره جګړې ته دوام ورکوي او د دې ملېشه ډلې ځینې مرکزونه یې نیولي دي.

په عملي ډګر کې معلومه نه ده چې وضعیت څه ډول دی.

متحدوایالتونو په دې هېواد کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره غږ کړی.

دا په داسې حال کې ده چې په سوډان کې د ډیموکراسۍ د واکمنېدو په هدف د انتخاباتو لپاره تیارۍ روانې دي.

د ډیموکراسۍ پلویانو خبرداری ورکړی چې روانه جګړه ښايي دا هېواد د سقوط خواته بوځي.