کرکټ؛ د هند او افغانستان تر منځ درې یو ورځنۍ لوبې کېږي

ارشیف: د افغانستان او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د یوې پخوانۍ سیالۍ انځور

یو شمېر هندي رسنۍ خبر ورکوي چې د هند کرکټ ملي لوبډله به د جون په میاشت کې د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره درې یو ورځنۍ لوبې وکړي.

ټاکل شوې ده چې دا سیالۍ د جون له شپاړسمې پيل شي.

د راپور له مخې هند وایي چې دا لوبې نړیوال جام ته د چمتووالي لپاره دي.

د کرکټ د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام سږ کال په هند کې د اکټوبر په پنځمه پیلېږي.