د افغاني الاصله فرانسوي خبریال 'مرتضی بهبودي' د خوشې کېدو غوښتنه وشوه

افغاني الاصله فرانسوی خبریال مرتضی بهبودي

د افغاني الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي مېرمنې الکساندرا موستوفایا ازادي راډیو ته وویل چې هیله یې دا ده چې طالبان د دې خاوند له زندانه خوشې کړي.

بهبودي د جنوري په پنځمه یوه ورځ وروسته تر دې طالبانو ونیوه چې دی له فرانسې کابل ته ولاړ.

د بهبودي مېرمنې ازادي راډیو ته وویل چې د دې خاوند خبریال دی، جنایت یې نه دی کړی او تر اوسه په تېرو څه باندې درېیو میاشتو کې دا یو ځل توانېدلې ده چې په ټیلفون له هغه سره خبرې وکړي.

ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتې دي چې د مدني ټولنې یو شمېر فعالان سمدستي له زندانونو خوشې کړي.

په تېر څه باندې یو نیم کال کې چې طالبانو کابل نیولی دی، یو شمېر مدني فعالان او خبریالان نیول شوې دي، ځینې یې بېرته خوشې شوي او یو شمېر نور لکه مرتضی بهبودی او د قلم لار د بنسټ مشر مطیع الله ویسا لا هم په بند کې دي.