د پاکستان په چمن کې یوې چاودنې درې ماشومان وژلي

ارشیف

پاکستاني پولیس وایي چې درې تنه ماشومان یوې چاودنې وژلي دي.

د پولیسو یوه چارواکي شبیر احمد پرون اسوشېټېډپرېس اژانس ته وویل، دې ماشومانو پرون د چمن په ښار کې په یوه کور کې له یوه بم سره لوبې کولې چې چاودنه وشوه.

پولیس وایي چې تر دې مخکې په دې کور کې افغان کډوالو ژوند کاوه، خو دا څرګنده نه ده چې دا بم څرنګه ماشومانو تر لاسه کړی دی.

د شبیر احمد په وینا د دې چاودنې په تړاو تحقیقات روان دي.