اوچا په افغانستان کې د بشري ناورين د رامنځته کېدو لاملونه په ډاګه کړل

کابل کې بې‌وزله خلک د يوې نانوايي مخته د وچې ډوډۍ ترلاسه کولو پر مهال، انځور - ارشيف

یو شمېر افغانان وايي، چې ډېر بې‌وزلي شوي، له میاشتو راهیسې خوراکي توکي په پور اخلي او د خپلو ناروغانو د درملنې پیسې نه‌لري.

د تخار ولایت د تالقان ښار د بهارک ولسوالۍ اوسېدونکی ګلبدین حلیمي چې بې‌کاره او د شپږو ماشومانو پلار دی ازادي راډیو ته وویل، یو ماشوم یې خوارځواکی دی او مېرمن یې رواني ناروغي لري.

هغه زیاته کړه: "له هر هټيوال څخه مې پور اخیستی، حیرانه یم چې څه وکړم؟ کار نه‌شته. زموږ غږ سوداګرو، شتمنو خلکو او ملګرو ملتونو ته ورسوئ چې موږ خوراکي توکو ته سخته اړتیا لرو، د مېرمنې درملنې لپاره مې چې رواني ناروغي لري، پیسو ته اړتیا لرم، یو زوی مې خوارځواکی دی او مرستې ته سخته اړتیا لرو."

"له هر هټيوال څخه مې پور اخیستی، حیرانه یم چې څه وکړم؟

ثریا چې د درېیو ماشومانو مور ده وایي، دې او خاوند یې خپلې دندې له لاسه ورکړي او سختې بې‌وزلۍ دا په رواني ناروغیو او خوارځواکۍ اخته کړې ده.

ثریا وایي: "زه رواني ناروغیو باندې اخته شوې یم، تل سر درد، ناروغه او پرېشانه یم. ضعیفه او خوارځواکې یم. عمر مې لږ دی، خو که راته وګورې وایې، چې دا به څو کلنه وي. زموږ اقتصادي حالت خراب دی. که څوک مرسته کولای شي، موږ سره دې لږ مرسته وکړي."

افغانستان کې لوږه او بې‌وزلي تر بل هر وخت ډېره شوې ده. انځور - ارشيف

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د پنجشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ویلي چې، د ۴۰ کلنې جګړې اغېزې، پرله‌پسې وچکالۍ او نور طبیعي ناورینونه، سخت اقتصادي حالت، بنسټیزو خدمتونو ته نه لاس‌رسی او له بشري حقونو څخه سرغړونه، په افغانستان کې د نړۍ تر ټولو ستر بشري ناورین د رامنځته کېدو لاملونه دي.

اوچا ويلي، دغه عوامل د دې سبب شوي چې، په افغانستان کې ٢٨،٣ ميليونه خلک عاجلو مرستو ته اړتيا ولري، شپږ ميليونه وګړي له قحطۍ څخه يو ګام ليرې دي او څلور ميليونه ماشومان او ميندې له حادې خوارځواکۍ سره مخ دي.

اوچا دغه راز ويلي، په افغانستان کې د بشري ناورين د مخنيوي لپاره ۴،۶ ميليارده ډالرو ته اړتيا ده او خبرداری يې ورکړ، که په افغانستان کې د اړتياو د پوره کولو لپاره سم‌دستي بوديجه اماده نه‌شي، په ميليونونو افغانان به له قحطۍ، ناروغۍ او مرګ سره مخ شي.

په ورته وخت کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د روانې اوونۍ په پیل کې اعلان وکړ، چې افغانستان له قحطۍ سره مخ دی او تر راتلونکو شپږو میاشتو ۸۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې د پام وړ کمې شوې، چې له امله یې په دغه هېواد کې د اړمنو کسانو شمېر زیات شو.

په افغانستان کې یو زیات شمېر خلک په داسې حال کې له نړیوالې ټولنې څخه د مرستې په تمه دي، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار کولو له بندیز وروسته دغه سازمان ویلي، چې دوی به د راتلونکې میلادي میاشتې تر پنځمې نېټې پورې په افغانستان کې د خپل ماموریت د دوام ارزونه وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا (یوناما) خبرداری ورکړی، چې د طالبانو له‌خوا په دغه سازمان کې پر ښځو د کار کولو له بندیز وروسته، چې د اپرېل په څلورمه وضع شو، دوی مجبور دي چې د افغانستان خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو او د طالبانو د اصولو او مقرراتو د مراعاتولو تر منځ یو ډارونکی انتخاب ولري.