د امريکا د هوايي ګارډ يو غړی د ځينو محرمو اسنادو افشا کولو په تور نيول شوی

د امریکا د ملي هوايي ګارډ غړی ۲۱ کلن جیک ټیکشیرا نيولو انځور

د امریکا د ملي هوايي ګارډ یو غړی د اوکراین د جګړې په اړه د امریکا د ډېرو محرمو پوځي اسنادو د افشا په تور نیول شوی.

د امریکا د متحدو ایالتونو لوی درستیز جنرال میرک ګارلنډ پرون (اپریل۱۳) د دغه پوځي د نیولو اعلان وکړ.

نیول شوی پوځي ۲۱ کلن جیک ټیکشیرا Jack Teixeira نومیږي.

دی به د ملي دفاع د محرمانه اطلاعاتو په غیر مجازه حذف تورن وپېژندل شي.

پلټونکو ویلي، د ملي هوايي ګارډ دغه غړي د ان‌لاین چټ یوه ډله رهبري کوله چې دا محرم اسناد په‌کې پورته شوي وو.