افغان کډوال: د پاکستان حکومت دې په تذکرو افغانستان ته د ستنېدو اجازه راکړي

پاکستان کې يو شمېر افغان کډوال

په پېښور کې مېشتو یو شمېر افغانانو د پاکستان له حکومته غوښتي دي چې، په اختر کې دې ورته د کډوالو په کارډونو او تذکرو افغانستان ته د ستنېدو اجازه ورکړي.

دوی پرون مشال راډیو ته وویل، د تګ راتګ سختو شرطونو له کبله خپل هېواد ته نه‌شي تللی.

خو د تورخم انتظامي چارواکي وايي، تر اوسه ورته لوړپوړو چارواکو هم د سفري محدودیتونو د نرمولو امر نه‌دی کړی، نو ځکه د قانون له مخې بې له پاسپورټ او ویزې هېچا ته د تګ راتګ اجازه نه‌شي ورکولای.