د سوډان پوځ د دغه هېواد له ملېشه ځواک سره د احتمالي شخړو په باب خبرداری ورکړی

د سوډان پوځ، انځور - ارشيف

د سوډان پوځ پرون پنجشنبه د دغه هېواد له پیاوړي ملېشه ځواک سره د احتمالي بالقوه شخړو په باب خبرداری ورکړ.

سوډان وايي، ملېشه ځواکونو په پلازمېنه خرطوم او نورو ښارونو کې خپل پوځیان ځای پر ځای کړي دي.

په وروستیو میاشتو کې د سوډان د پوځ او د چټک ملاتړ د ځواکونو ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.

له دې کبله له سیاسي ګوندونو سره د هغې موافقې لاس‌لیک ځنډېدلی چې نړیوال ملاتړ ورسره دی او هدف یې په دغه هېواد کې ډیموکراتیک انتقال ته زمینه برابرول دي.

پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د وسله‌والو ځواکونو له مشرتابه سره له همغږۍ او د هغوی له تایید پرته د چټک ملاتړ ځواکونو په خرطوم او نورو ځواکونو کې خپل استحکامات زیات کړي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي: د چټک ملاتړ ځواکونو اقداماتو په خلکو کې وارخطايي او وېره زیاته کړې، امنیتي خطر یې شدید کړی او د منظمو ځواکونو ترمنځ یې کړکېچ اوج ته رسولی دی.

پوځ دا اعلامیه داسې وخت خپره کړې، چې د چټک ملاتړ ځواکونو خپل پوځیان د مصر سرحد ته نږدې په یوه شمالي ولایت کې ځای پر ځای کړي دي.

محلي رسنیو راپور ورکړی، چې دغو ملېشه ځواکونو هڅه کړې، چې هلته یوه پوځي اډه جوړه کړي.