د ملګروملتونو ځانګړې استازې له طالب چارواکو سره ليدلي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او د مولوي عبدالکبير ليدنه، ارشيف

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او کابل کې یوشمېر نورو بهرنیو ډيپلوماتانو د رئیس الوزرا له مرستیال مولوي عبدالکبیر سره پر امنیتي مسایلو، هېواد ته د پخوانیو چارواکو په ورتګ او یو شمېر نورو مسلو خبرې کړي دي.

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي ویلي، دغه ډيپلوماتان د روژه ماتي هغې مېلمستیا ته راټول شوي و چې تېر ماښام مولوي عبدالکبیر جوړه کړې وه.

معلومه نه‌ده چې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا چې دا مهال په افغانستان کې د خپل ماموریت په ارزونه بوخته ده، د خپلو ښځینه کارکوونکو موضوع یاده کړې او که نه، خو د کریمي په ټویټ کې راغلي چې نوموړې په روژه کې د امنیت ساتنې چارې ستایلي دي.

یوناما د دوی پر ښځینه کارکوونکو د طالبانو د کاربندیز د نه منلو وړ بللی، خو طالبانو بیا دا موضوع کورنۍ ارزښتي مسله یاده کړې ده.

یوناما ویلي، د مې تر پنځمې نیټې خپل ماموریت ارزوي او وروسته ممکن یو ډارونکی انتخاب وکړي چې د عواقبو پړه به یې د اوسنیو حاکمانو پر غاړه وي.