د افغانستان لپاره د جاپان سفير پر ښځينه کارکوونکو د بنديز ليرې کولو غوښتنه کړې

د يوناما يوه ښځينه کارکوونکې، ارشيف

د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې د ملګروملتونو په دفترونو کې د افغان ښځو پر کار د بندیز له کبله ژوره اندېښنه څرګنده کړې.

په کابل کې د جاپان سفارت بېګا ناوخته پر خپل ټویټر لیکلي، ښاغلي اوکادا د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې خپله دا پرېکړه بدله کړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د دې کتنې په اړه پرون پر ټویټر ولیکل، د جاپان سفیر ویلي، هېواد یې د نظر له توپیر سره سره له افغان چارواکو سره تعامل ته لېوال دی، خو د جاپان د سفیر په ټویټ کې دا خبره نه‌ده یاده شوې او ویل شوي دي چې ښاغلي اوکادا د افغان نجونو د تعلیم د بیا پیل پر غوښتنه ټینګار کړی.

طالبانو یوه اوونۍ مخکې د ملګروملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز اعلان کړ.

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما د سه‌شنبې په ورځ وویل، له دې اعلان سره طالبانو په افغانستان کې د پاتې کېدو یا د خپلو اصولو د رعایت ترمنځ یوه انتخاب ته مجبور کړي دي.

د طالبانو حکومت پرون په یوه بیان کې وویل چې نه‌غواړي د م. م د فعالیت پر وړاندې خنډ رامنځته کړي، خو زیاته یې کړه چې د دې سازمان ادارو کې د ښځو پر کار بندیز د افغانستان د کورنیو ارزښتونو مسئله ده.

د طالبانو دا اعلان له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوی دی.