طالبانو کابل کې د داعش وسله‌والو د يو مرکز د له منځه وړلو خبر ورکړی

انځور - ارشيف

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې تېره شپه یې یو ځل بیا د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش یو مرکز له منځه وړی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد تېره شپه ناوخته پر ټویټر په یو بیان کې ویلي دي، دا عملیات د طالبانو ځانګړو ځواکونو د کابل د اتمې ناحیې په سیدنور محمدشاه مېنه کې د ده په وینا د شریرو کړیو پر پټن‌ځای ترسره کړل.

ښاغلي مجاهد لیکلي چې، په دې عملیاتو کې دوه تنه وژل شوي او پټن‌ځای یې له منځه وړل شوی دی.

د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې په پلازمېنه کابل او یو شمېر ولایتونو کې د داعش ډلې پر مرکزونو حملو ته زور ورکړی.

د طالبانو استخباراتو په روانه اوونۍ کې په نیمروز کې او له هغه مخکې په بلخ ولایت کې د داعش ډلې پر ضد د عملیاتو او د یو شمېر وسله‌والو د وژلو خبر ورکړ.

په پلازمېنه کابل کې هم د داعش ډلې پر ضد چې طالب چارواکي یې خوارج بولي له دې مخکې څو ځلې عملیات شوي دي.