د شل اوریزو توپ اچونکو تازه درجه بندي؛ راشدخان لومړی مقام خپل کړی

راشدخان

د کرکټ نړیوالې شورا یا ای سي سي له لوري د شل اوریزو سیالیو د توپ اچونکو په تازه درجه بندۍ کې راشدخان په خپل لومړي مقام کې پاتې او فضل حق فاروقي دویم مقام ته پورته شوی دی.

دغه درجه بندي چې د اپرېل په ۱۲مه نېټه اعلان شوې فاروقي له درېیم مقام نه دویم مقام ته رسېدلی دی.

په اعلان شوې درجه بندۍ کې د راشدخان نومرې ۷۱۰ او د فضل حق فاروقي ۶۹۲ دي.

په دې درجه بندۍ کې بل افغان لوبغاړی مجیب الرحمن په نهم مقام کې دی.