کويټ نيوز په نوم رسنۍ مصنوعي ويانده پر کار ګمارلې

انځور: د يو ټلوېزيون سټوډيو، ارشيف

د کویټ نیوز په نوم رسنۍ داسې ویانده پر کار ګمارلې ده چې، انسانه نه‌ده او د مصنوعي هوښ په مرسته ویاندويي کوي.

د کویټ دې رسنۍ دا خبریاله «فضه» نومولې.

د دې ویاندې سر لوڅ دی، ویښته یې ژیړرنګه دي او له څېرې د اروپایانو په څېر ښکارې.

کویټ نیوز پرون په خپل ټویټر کې د دې ویاندې یوه لنډه ویډیو خپره کړه چې په‌کې دا وایي، نوم یې فضه دی او لومړۍ ویانده ده چې په کویټ کې د مصنوعي هوښ په مرسته نطاقي کوي.

ياده ويانده خپلو لیدونکو ته وایي، دوی ته به هغه خبرونه ووایي چې خوښیږي یې.

نوموړې همدا راز له لیدونکو او اورېدونکو هیله کوي چې خپل نظر ورسره شریک کړي.