امريکا په سوريه کې د حراس الدين ډلې مشر د نړيوال ترورېست په توګه وپېژانده

د امريکا بيرغ

د امریکا متحده‌ ایالتونو په سوریه کې د حراس الدین ډلې مشر د نړیوال ترورېست په توګه وپېژانده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د اردن تبعه سامي محمود محمد العریدي د حراس الدین ډلې د مشرۍ په خاطر د نړیوال ترهګر په توګه ونوماوه.

حراس الدین ډله چې په سوریه کې فعاله ده، هلته د القاعده په نوم مشهوره ده.

انتوني بلېنکن د سه‌شنبې په ورځ وویل، واشنګټن د العریدي د ځای او څېرې د اطلاعاتو په خاطر پنځه میلیونه ډالر جایزه ټاکلې ده.

متحده‌ایالتونو حراس الدین ډله په دوه زره نولسم کال کې د نړیوالو ترهګرو په ډله کې وشمېرله.