يمن راتلونکې پنجشنبه د کورنۍ جګړې له امله د سلګونه بنديانو تبادله پيلوي

يمن کې بنديان، انځور - ارشيف

د یمن چارواکي وايي، د دغه هېواد له ویجاړوونکې کورنۍ جګړې څخه د سلګونو بندیانو تبادله را روانه پنجشنبه پیلېږي.

نږدې ۹۰۰ بندیان به چې زیاتره یې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثي یاغیانو تر څنګ جنګېدل د یمن او سعودي عربستان ترمنځ تبادله شي.

د هغې موافقې له مخې چې تېره میاشت په سویس کې شوې، حوثي یاغیان به ۱۸۱ بندیان خوشې کوي، چې د سعودي سوډاني وګړي هم په‌کې شامل دي، په بندل کې به د یمن د حکومت له‌خوا ۷۰۶ بندیان خوشې شي.

سعودي عربستان د هغه پوځي ايتلاف مشري کوي، چې د یمن د لیرې کړای شوي حکومت په استازیتوب په یمن کې د جګړې مشري کوي.

یمن چې د عرب ټاپووزمې تر ټولو نېستمن هېواد ګڼل کېږي، د ۲۰۱۵م کال له مارچ میاشتې راهیسې له جګړې سره مخامخ دی.

دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه، چې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي یاغیانو پلازمېنه صنعا ونیوله.

په سلګونو-زره کسان یا په مستقیم ډول په جګړه یا هم په غیرمستقیم ډول د جګړې اړوندو پېښو کې وژل شوي او دغه هېواد د نړۍ په سطحه له سختې قحطۍ سره مخامخ دی.

د بندیانو دغه تبادله د ۲۰۲۰م کال له اکتوبر میاشتې راهیسې تر ټولو لویه تبادله ګڼل کېږي، چې درې ورځې به وخت نیسي.