غزني کې د يوې چاودنې له امله دوه ماشومان مړه شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د غزني ولايت موقعيت

د غزني په ناور ولسوالۍ کې د یوې ناچاودې مرمۍ په چاودنه کې دوه ماشومان مړه شوي دي.

په سیمه کې د طالبانو چارواکي وايي، دا پېښه د ناور ولسوالي د برجګۍ درې په ګلزار کلي کې شوې ده.

د غزني امنیه قوماندانۍ په یوه بیان کې چې پرون یې رسنیو ته استولی ويلي چې، دا مرمۍ دې ماشومانو په زاړه کباړ کې کور ته راوړي وه.

ماینونه او ناچاودې مرمۍ د افغانستان د څه باندې څلورو لسیزو جګړو میراث دی چې، چاودنو یې زرګونه خلک وژلي او زرګونه نور یې معلول کړي دي.