ډبلیو ایف پي: په افغانستان کې ۸ سوه میلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتیا ده

ارشیف: د ډبلیو ایف پي له لوري په ارزګان کې اړمنو سره د مرستې رسونې له بهیره یو انځور

د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام یا ډبلیو ایف پي پرون دوشنبې وویل چې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره یې په افغانستان کې ۸ سوه میلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتیا ده.

دې پروګرام ویلي چې په افغانستان کې میلیونونه خلک په شدید ډول وږي دي او په نړیوالو مرستو متکي دي.

خو په داسې حال کې چې مرستندویې موسسې په افغانستان کې خوراکي مواد او روغتیايي او تعلیمي خدمات وړاندې کوي، طالبانو د ناحکومتي موسسو او ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو بندیز لګولی چې له کبله یې د دغو موسسو په وینا د دوی د مرستو وېش سخت اغېزمن شوی دی.

تېره اوونۍ د ملګروملتو د مرستو د همغږۍ ادارې، اوچا ویلي و چې د روان ۲۰۲۳ لپاره یې په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د څه باندې دوه میلیارد ډالرو غوښتنه کړې خو تراوسه د دې پیسو یوازې په سلو کې ۵ ورکړل شوي دي.