طالبانو د تحصیلي بنسټونو د علمي کادرونو معاشونه لوړ کړي

د طالبانو په کنټرول کې د لوړو زده کړو وزارت

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي بنسټونو د علمي کادرونو د معاشونو د لوړېدو خبر ورکړی دی.

لوړو زده کړو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پوهاند علمي رتبې میاشتنی معاش له ۳۹ زرو څخه شپېتو زرو، د پوهنوال له ۳۳ زرو څخه پنځه څلوېښت زرو، د پوهندوی له ۲۷ زرو اته دېرش زرو او د پوهنمل له ۲۱ زرو څخه دېرش زره افغانیو ته لوړ شوی دی.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې د معاشونو دا لوړېدا د ۱۴۰۲ لمریز کال د وري یا حمل له میاشتې د اجرا وړ ده.

د طالبانو حکومت دغه ګام په ظاهره له هېواده د علمي کادرونو د تېښتې د مخنیوي په خاطر کړی دی.

پخوا تر دې داسې راپورونه خپاره شوي چې د کابل، ننګرهار، بلخ، کندهار، هرات او یوشمېر نورو لویو پوهنتونونو سلګونه استادان د طالبانو له واکمنۍ وروسته له هېواده وتلي دي.