د افغانستان ختیځ کې یو صراف د تښتونکو له منګولو ژغورل شوی

ارشیف

د طالبانو د حکومت د استخباراتو ریاست وایي، د افغانستان په ختیځ کې یې د حاجي دل اغا په نوم یو صراف د تښتونکو له منګولو ژغورلی دی.

دغه ریاست تېر ماښام پر خپله ټویټرپاڼه هغه ویډیو هم خپره کړې چې په ظاهره درې تنه تښتونکي چې د لغمان ولایت اوسېدونکي دي، د خپل جرم یادونه په کې کوي.

د استخباراتو پر ټویټرپاڼه لیکل شوي، تښتونکو د دغه صراف له کورنۍ نه دوه میلیونه ډالره غوښتی وو.

دغه ریاست دا معلومات نه دي ورکړي چې خوشې شوی صراف څه موده له تښتونکو سره و او چېرته ساتل کېده؟

دا په داسې حال کې ده چې پرون د نړۍ د نفوسو د بیا کتنې ادارې په خپل تازه راپور کې وویل، افغانستان د جرمونو له امله د نړۍ په کچه څلورم ځای لري.

د دې راپور له مخې په افغانستان کې فساد، قتل، هدفي وژني، د نشه‌يي توکو قاچاق، انسان تښتونه او د پیسو مینځل لا هم روان دي.

طالبانو دا راپور له حقیقته لرې بللی دی.