زیلینسکي د روسیې دولت تروریست وباله

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پر خپل هېواد د روسیې د پرونیو هوايي حملو له کبله سخت انتقاد کړی او د روسیې دولت یې تروریست بللی دی.

د اوکراین په جنوب او ختیځ کې د روسیې هوايي بریدونه روان دي، خو په زاپوریژیا کې پرونۍ بمباري چې د کلیسا یو پادري او د هغه ۱۱ کلنه لور یې ووژل د خرما یکشنبې په نوم، د ارتودوکس کلیسا له ورځې سره برابره وه.

زیلینسکي بیګا په یوه ویډیويي وینا کې دا د یو تروریست دولت کار وباله او ویې ویل، روسیه په دې کار سره نور هم ځان له نړۍ او بشريت څخه منزوي کوي.

د اوکراین پوځ نن په یوه بیان کې وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د روسیې ۵۸ حملې شنډې کړې دي.