ايران سعودي عربستان ته د ډيپلوماټيکو استازوليو د بیا پرانيستلو لپاره پلاوی استوي

د ايران او سعودي عربستان بيرغونه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت پرون (یکشنبې) ناوخته اعلان وکړ چې، پلاوی به یې د جمعې تر ورځې پورې سعودي عربستان ته لاړ شي، څو په دغه هېواد کې د ایران د ډیپلوماتیکو استازولیو د بیا پرانیستلو لار هواره کړي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د باندنیو چارو وزارت دا اعلان یوه ورځ وروسته له دې وکړ چې، د سعودي عربستان یو پلاوی تهران ته لاړ او همدا راز د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په چین کې له یو بل سره ولیدل.

سعودي عربستان د ۲۰۱۶ په جنورۍ کې له ایران سره ډیپلوماتیکې اړیکې وروسته له دې وځنډولې چې، ایراني اعتراض کوونکو د یوه سعودي شیعه ملا د اعدامېدو په اعتراض کې په تهران کې د سعودي پر سفارت یرغل وکړ.