طالبانو په نیمروز کې د داعش د وسله والو د وژلو ادعا وکړه

د افغانستان په عمومي نقشه کې د نیمروز ولایت موقعیت

طالبان ادعا کوي چې د نیمروز په مرکز زرنج کې د داعش ډلې د خراسان څانګې پر یوه پټنځای یې عملیات کړي، چې د هغوی ټول غړي یې وژلي دي.

د نیمروز لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي ګل محمد قدرت ازادۍ راډیو ته ویلي چې دغه عملیات نن سهار وختي د زرنج په معصوم اباد سیمه کې شوي دي.

هغه نه دي ویلي چې په دغو عملیاتو کې د داعش څو مشکوک غړي وژل شوي دي.

قدرت وايي، په دې اړه به نور جزییات وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

طالبان وخت ناوخت په ځینو عملیاتو کې د داعش د غړو چې دوی یې 'خوارج' بولي د وژلو، نیولو او ټپي کولو ادعا کوي، خو دا چې ایا دغه کسان به واقعاً د داعش ډلې غړي وي، شکونه ښوول شوي دي.