ملګرو ملتونو له قحطۍ سره د زیات شمېر افغانانو د مخامخېدو خبرداری ورکړ

ارشیف: په افغانستان کې د یوې بې وزله کورنۍ دسترخوان

ملګرو ملتونو د افغانستان په ګډون د نړۍ په ځینو هېوادونو کې له قحطۍ سره د پام وړ شمېر کسانو د مخامخېدو په باب خبرداری ورکړ.

ملګرو ملتونو پرون په ټویټر کې لیکلي چې د افغانستان تر څنګ په سومالیا، ایټوپیا، یمن، نایجریا، جنوبي سوډان، بورکینا فاسو او هېتي کې د ریکارډ تر سطحې زیات کسان له قحطۍ سره مخامخ دي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو ویلي وو چې په افغانستان کې شاوخوا ۶ ملیونه وګړي له قحطۍ سره یو څو ګامه فاصله لري.

وروسته له هغې چې طالبانو په ډسمبر میاشت کې په غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې اړو کسانو په ځانګړي ډول ښځو ته د بشري مرستو رسول له ستونزو سره مخامخ شوي دي.