چین د تایوان شاوخوا پوځي تمرینات پیل کړل

ارشیف

دوه څلوېښت چینایي جېټ جنګي الوتکې نن د تایوان تنګي له حساسې منځنۍ کرښې واوښتې او له دې سره چین د تایوان شاوخوا خپل پوځي تمرینات پیل کړل.

دا تمرینات په حقیقت کې د تایوان د ولسمشرې څي اینګ وین پر هاغه غونډې اعتراض دی چې د امریکا د استازیو جرګې له مشر سره یې کړې ده.

دا درې ورځني پوځي تمرینات یوه ورځ وروسته تر دې اعلان شول چې ولسمشرې څي د امریکا له متحدایالتونو ستنه شوه.

پېکېنګ د اپرېل په پنځمه په لاس انجلس کې د ولسمشرې څي او د امریکا د استازیو جرګې د مشر کیوین مککارتي لیدنه کتنه غندلې وه.