نیکلاسن: د ملګرو ملتونو دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز د مرستو چارې ګواښي

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نیکلاسن

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نیکلاسن وايي چې د ملګرو ملتونو په اړوندو دارو کې د ښځو پر کار د طالبانو بندیز افغانستان ته د بشري مرستو او د شاخوا ۲۸ میلیون اړو افغانانو یوې لویې برخې ته د اساسي خدماتو د رسولو چارې له ګواښ سره مخامخ کولای شي.

نیکلاسن پرون پر ټويټر په یوه بیان کې په دې اړه څرګندونې کړې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما د سه شنبې په ورځ وویل، د طالبانو چارواکو دوی ته خبر ورکړی چې د دې سازمان په دفترونو کې د هېڅ مېرمنې لپاره د کار اجازه نه شته.

بل خوا د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل پرون د دې ټولنې د غړو هېوادونو په استازولۍ د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز لیرې کړي.