د ملګرو ملتونو له درېو زرو زیات کارکوونکي کار ته نه دي تللي

Your browser doesn’t support HTML5

ملګري ملتونه وايي چې د طالبانو لخوا د ښځو پر کار د بندیز له امله، د دې سازمان ۳۳۰۰ کارکوونکي د پنجشنبې په ورځ کار ته نه دي تللي. دغه بنسټ غوښتنه کړې چې د ښځو پر کار بندیز دې ژر تر ژره لرې شي او خبرداری یې ورکړی که چېرې دغه بندیز لرې نه شي نو میلیونه افغانان به له بشري مرستو محروم شي.

د ملګرو ملتونو له درېو زرو زیات کارکوونکي کار ته نه دي تللي