پر 'باخموت' د اوکرايني او روسي ځواکونو سخته جګړه روانه ده

د بخموت سيمه

اوکراین او روسیه لا هم د اوکراین د ختیځ ښار بخموت له یوې ساحې د یو بل د پوځیانو د ایستلو هڅه کوي.

د اوکراین پوځ ویلي چې، په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د روسیې له‌خوا د جګړې د لومړۍ کرښې په اوږدو کې څه باندې ۴۰ حملې شوې دي.

په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت د هغو اسنادو پر افشا کېدو څېړنه کوي، چې په راروانو اوونیو کې د امریکا او ناټو د پلانونو په اړه دي، چې ګواکې غواړي د اوکراین احتمالي- پوځي عملیاتو ته پوځي مرسته برابره کړي.

د اوکراین د لوی درستیز دفتر نن جمعه په خپلو ورځنيو معلوماتو کې ویلي، د لیمان، بخموت، افدییفکا او ماریینکا له شا و خوا سیمو د جګړو راپورونه ورکړل شوي او دغه شخړې یې سختې بللې دي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي، چې دغه معلومات په خپلواک ډول نه‌شي تاییدولی.