کندهار کې له يوې ښځې او خاوند سرونه پرې کړی شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کندهار ولايت موقعيت

کندهار کې له یوې ښځې او د هغې له خاوند سرونه پرې شوي او یوه بله ښځه د خپل مېړه له‌خوا وژل شوې ده.

نامعلومو وسله‌والو پرون د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د منار د چوک پر سړک په یوه کور کې د ګوهرخان په نوم د یوه سړي او د هغه د مېرمنې سرونه پرې کړې دي.

طالب چارواکي وایي وسله‌وال له سیمې تښتېدلي او د نیولو هڅې یې روانې دي.

د پېښې انګېزه لا نه‌ده معلومه.

په همدې حال کې د کندهار د لومړۍ حوزې اړوند د خرقې شریفې سیمې ته نږدې په یوه کور کې یوه کس خپله ځوانه مېرمن وژلې ده او له سیمې تښتېدلی دی.

په کندهار کې د طالبانو د والي ویاند حاجي زید رسنیو ته ویلي، قاتل په نشو روږدی و.

دا په داسي حال کې ده چې د تېرې سه‌شنبې په ورځ ‏د کندهار په میرویس مېنه کې یوه ځوان خپل پلار په ډزو وژلی و.