پاکستاني پوليس: سږ کال لومړيو درې مياشتو کې خيبر پښتونخوا کې ۱۲۵ پوليس وژل شوي

پاکستاني پوليس، ارشيف

د خیبرپښتونخوا پولیس وايي، د سږ کال په لومړیو درې میاشتو کې په دغه ایالت کې ۱۲۵ پولیس وژل شوي دي.

د دوی په وینا، په یاده موده کې پر پولیسو ټول‌ټال ۲۵ بریدونه شوي خو تر ټولو ډېر بریدونه په جنورۍ کې شوي دي.

د سږ کال د جنورۍ په میاشت کې په خیبرپښتونخوا کې پر پولیسو په ۱۵ بریدونو کې ۱۱۶ پولیس وژل شوي او ۱۹۹ نور ژوبل شوي دي.

په دغو بریدونو کې تر ټولو خونړی د جنورۍ په ۳۰ مه په پېښور کې د پولیسو په مرکز کې و چې تر ۸۰ ډیر پولیس په‌کې ووژل شول.