اذربايجان له خپلې خاورې د ايران سفارت څلور غړي ايستلي

د اذربايجان او ايران بيرغونه

د اذربایجان حکومت پرون (پنجشنبې) وویل، د ایران د سفارت ۴ غړي یې په دې خاطر له خپلې خاورې ایستلي چې فعالیتونه یې د ویانا د کنوانسیون خلاف وو.

تر دې مخکې د اذربایجان د کورنیو چارو وزارت ویلي و چې، ۶ تنه یې د ایران استخباراتو ته د کار کولو په تور نیولي دي.

د اذربایجان د کورنیو چارو وزارت او د امنیتي خدماتو یا استخباراتو ادارې پرون (پنجشنبې) په یوه ګډ بیان کې وویل، دا کسان د ایران د استخباراتو له لوري ګومارل شوي وو چې په اذربایجان کې بې ثباتي رامنځته کړي.

په بیان کې همداراز ویل شوي چې، نیول شویو کسانو غوښتل د وسله‌والو بریدونو په وسیله اذربایجان نا امن او حکومت یې وپرځوي.

د ایران او اذربایجان اړیکې په وروستیو کې ترینګلې شوې دي.