د افغانستان بانک نن ۱۵ ميليون ډالر ليلاموي

انځور - ارشيف

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ویلي چې، نن (جمعه) ۱۵ میلیون ډالر لیلاموي.

د افغانستان بانک پر خپله ټویټرپاڼه کې کښلي، له سوداګري بانکونو او په شرایطو برابرو صرافیو او د پولي خدماتو له شرکتونو غواړي چې په لیلام کې برخه واخلي.

د اقتصادي چارو نظرخاوندان وايي چې، د طالبانو اداره د افغانۍ په ارزښت کې د ثبات لپاره ډالر لیلاموي.

تر دې مخکې هم څو څو ځل د افغانستان بانک ميليونونه ډالر ليلام کړي دي، خو خلک د توکو له لوړو بيو شکايت کوي چې هټيوال يې لامل د ډالر لوړوالی او کمښت بولي.