بغلان کې درې خبريالان د طالبانو له بنده خوشې شول

د يو خصوصي ټلوېزيون تخنيک خونه، ارشيف

په بغلان ولایت کې درې خبریالان چې د طالبانو استخباراتو نیولي وو، پرون (پنجشنبې) خوشې شول.

په نیول شویو خبریالانو کې دوه یې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي ټلوېزیون خبریالان دي او درېیم د تنویر ټلوېزیون لپاره کار کوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز پرون (پنجشنبې) په یوه بیان کې د نیول شویو خبریالانو نومونه صفي الله وفا، نوراغا او غلام علي وحدت ښوولي او ویلي و چې له طالب چارواکو سره له خبرو او موافقې سره سره د دوی استخبارات او امنیتي ادارې لا هم د رسنیو په چاروکې لاس‌وهنه کوي.

د طالبانو استخباراتو د نیول شویو خبریالانو د تور په اړه څه نه‌دي ویلي.

خو د خبریالانو د مدافع ټولنو له غوښتنو وروسته یې پرون دا درې خبریالان خوشي کړل.