د اسلامي همکاريو سازمان د طالبانو له لوري د ښځينه کارکوونکو پر کاري بنديز اندېښنه ښودلې

د اسلامي همکاريو سازمان د غړيو هېوادونو بيرغونه

د اسلامي‌ هېوادونو د همکارۍ سازمان په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو د کار پر بندیز اندېښنه ښودلې ده.

دغه سازمان نن پنجشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې، د طالبانو دا اقدام به نه یوازې ښځې، بلکې د ملګرو ملتونو دبشري مرستو پروګرامونه اغېزمن کړي.

سازمان له طالبانو غوښتي چې پر دغه حکم له سره کتنه وکړي او ښځو او نارینه دواړو ته اجازه ورکړي چې له لسیزو شخړو وروسته د هېواد په رغونه کې برخه واخلي.

ملګرو ملتونو پرون چهارشنبه وویل، طالبانو په رسمي ډول ترې غوښتي چې هیڅ افغان ښځه د دوی په ماموریت کې د کار کولو حق نه‌لري.