بدخشان کې د 'صدای بانوان' راډيو بېرته نشرات پيل کړل

يوه ښځينه خبرياله، انځور - ارشيف

د افغانستان د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټه وایي، په بدخشان کې د صدای بانوان محلي راډیو بېرته خپلې خپرونې پيل کړې.

دغه راډیو چې د ښځو لپاره ځانګړې خپرونې لري، شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې طالبانو په ظاهره د سندرو د خپرونو له کبله بنده کړه.

د افغانستان د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې نن پنجشنبه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د راډیو خپرونې د دوی له هڅو وروسته بېرته پيل شوې.

په دغه ټویټ کې ویل شوي، د صدای بانوان راډيو مشرې ناجیه سروش د کمېټې له هڅو مننه کړې او په اړوندو نورو برخو کې یې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

تر دې وړاندې د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي و، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دغه هېواد کې شپږ سوه فعال رسنیز مرکزونه بند شوي دي.