سيما باهوس: طالبان دې ژر تر ژره د يوناما پر ښځينه کارکوونکو د بنديز پرېکړه بېرته واخلي

يو شمېر افغان نجونې، ارشيف

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې او د دې سازمان د ښځو د برخې اجرايیوي مشرې سیما باهوس په یوه بیان کې د طالبانو له‌خوا د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو د کار بندیز غندلی او له طالب چارواکو يې غوښتي چې ژر تر ژره له دې پرېکړې په شا شي.

دا بیان چې د ویب ریلف له‌خوا پرون خپور شوی په‌کې راغلي، ملګري ملتونه به د ښځو پر ځای نارینه پر کار ونه ګوماري.

په بیان کې د مېرمن باهوس په حواله ویل شوي، په اوسنیو سختو حالاتو کې بايد افغانې مېرمنې هېرې نه‌شي.

مېرمن باهوس زیاته کړې، د ماهرو ښځینه کارکوونکو لرې کول د ژوند ژغورنې مهمو خدماتو ته د ښځو او نجونو لاس‌رسی کموي او دا خطر زیاتوي چې دوی د ښځو پر ځای له نارینو مرسته وغواړي.

ملګرو ملتونو تېره ورځ په یو بیان کې وویل، د طالبان له‌خوا ورته ویلی شوي، چې هیڅ ښځینه کارکوونکې د دوی په ماموریت کې د کار کولو حق نه‌لري.

ټاکل شوې چې نن د ملګروملتونو امنیت شورا د تړلو دروازو تر شا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له‌خوا د ملګروملتونو پر ښځینه کار کوونکو د کار بندیز په اړه بحث وکړي.