طالبانو هلمند کې د لسګونه امريکايي وسلو د نيولو خبر ورکړی

هلمند کې نيول شوې امريکايي وسلې

د طالبانو چارواکي د هلمند په ګرمسیر ولسوالۍ کې د امریکایي ساخت لسګونه میله وسلو د نیولو خبر ورکوي.

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه په خبره شوي خبرپاڼه کې ویل شوې چې، دېرش میله چره یي وسلې چې په یوه موټر کې بار وې، د ګرمسیر ولسوالۍ په صفار سیمه کې نیول شوي دي.

چارواکو ویلي، دوه تنه چې دغې وسلې یې له هېواده بهر قاچاق کولې، نیول شوي دي.

طالبانو په هلمند کې د دغو وسلو د نیولو خبر داسې مهال ورکوي چې ویل کېږي، په دې وروستیو کې په دې ولایت کې امنیتي تدابیر زیات شوي دي.